Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai
وي) زه به يوه ګناه هم نه کووم. حُضُور مُجَدِّد الف ثاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: [په چا] چې څنګه روژه تيريږي هم دغه شان [پرې] ټول کال تيريږي، چا ته چې د روژې په مياشت کښې استقامت نصيب شي، هغه ته ټول کال استقامت نصيب کيږي. ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! بس چې مونږه دا يوه مياشت د ګناهونو نه ځان ساتلو سره تيره کړو، نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ژوند به مو ښه شي.
لہٰذا دا کال په رَمَضَانُ الْمُبَارَک کښې خپل دا هدف اوټاکئ چې په دې کال به زه د روژې په مياشت کښې ګناه نه کووم * نـمونځ پريښودل ګناه ده، يو نـمونځ به هم نه قضا کووم * جَمعه پريښودل ګناه ده، لہٰذا يوه جَمعه به هم نه پريږدم * د تراويح پريښودو عادت جوړول ګناه ده، لہٰذا ټوله مياشت به پوره شل، شل تراويح کووم * روژه خوړل ګناه ده، لہٰذا صرف د زيارت او د جُمعې نۀ، بلکې ټولې روژې به نيسم * دروغ وئيل ګناه ده، لہٰذا د روژې په ټوله مياشت کښې به يو ځل هم دروغ نه وايم * غيبت ګناه ده، د روژې په ټوله مياشت کښې به يو ځل هم غيبت نه کووم * چغلي کول ګناه ده، د روژې په ټوله مياشت کښې به د چغلئ نه ځان ساتم * بد نظر [يعنې غير محرمو زنانؤ وغيره ته کتل] ګناه ده، د روژې په ټوله مياشت کښې به د بد نظر نه ځان ساتم، په فيس بُک استعمالولو کښې به احتياط کووم، په يوټيوب کولاوهلو کښې به احتياط کووم، سوشل ميډيا د ګناهونو کور دے، د دې په استعمالولو کښې به د احتياط نه کار اخلم * غوږونه به د ګناهونو نه بچ ساتم * لاسونه به د ګناهونو نه بچ ساتم * غرض دا چې د رَمَضَانُ الْمُبَارَک په مياشت کښې به ټول بدن د ګناهونو نه بچ ساتم.