Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

  ستاسو عمر څومره دے...؟

يو بزرګ وو، څه شپيتۀ يا اويا کاله به د هغوئي عمر وو، چا ترينه پوښتنه اوکړه: ستاسو عمر څومره دے؟ اوئې فرمائيل: څلور کاله. پوښتنه کوونکے ډير حيران شو چې د سر او ګيرې ويښته يـې سپين شوي دي، بوډا شوے دے او فرمائي چې زه د څلورو کالو يم. هغه نيک بنده اووئيل: هسې خو مې عمر زيات دے، البته د توبې او د الله پاک په لور د رُجُوع کولو مې څلور کاله اوشول. د دې نه مخکښې ژوند مې فضول تير شوے دے، لہٰذا زه هغه په ژوند کښې هډو شمارمه نۀ.

څومره ښکلې خبره ده، د لويو خلقو لوئي خبرې وي، خير! د وئيلو مقصد دا دے چې د توبې، د الله پاک په لور رُجوع، د زړۀ پاکول او د الله پاک د قرب په لور د تللو چې کوم ساعت دے، هغې ته نشاۃِ ثانیه وئيلے شي. په انسان باندې چي کله دا وخت راشي نو *په هغه باندې رحمت راوريږي * د کرم او فضل دروازې ورته برسيره کيږي *د هغه د رُوحاني ترقئ وخت يـې شروع شي * کاميابي د هغه قدمونه ښکلوي * د قربِ الٰہی په لور سفر يـې شروع شي او انسان د دوزخ د لارې نه لرې شي او د جنّت په لار روان شي. د الله پاک د نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام فرمان دے: لَنْ یَلِجَ مَلَکُوْتِ السموٰتِ مَن لَم یُوْلَد مَرَّتَین يعنې کوم بنده چې دوه ځله نه پيدا کيږي، هغه آسماني بادشاهت ته نشي داخليدے. ([1])

   غرض د انسان چې نشاۃِ ثانیه (يعنې د ژوند بيا د نوي سر نه د شروع کولو) کومه مرحله ده، ډيره اهمه وي، په دې باندې د ژوند اړخ بدليږي، په دې ساعت کښې په انسان کښې دننه بدلون شروع شي او علماء فرمائي: روژه هغه عبادت دے، کومه چې د انسان نشاۃِ ثانیه (يعنې د نوي پاک ژوند شروع کيدو) سبب جوړيږي. ([2]) ځکه په حديثِ پاک کښې


 

 



[1]... تفسیر روح البیان، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:184، جلد:1، صفحہ: 294۔

[2]... تفسیر روح البیان، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:184،جلد:1، صفحہ: 294۔