Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

فرمائيلے شوي دي: اِنَّ لِكُلِّ شَيْءٍ بَابًا، وَاِنَّ بَابَ الْعِبَادَةِ الصِّيَامُ بابُ الْعِبَادَۃِ اَلصِّیَامُ بے شکه د هر څيز دروازه وي او روژه د عبادت دروازه ده. ([1])

روزہ درماں ہے پیاس اور بھوک کے امراض کا                          خیبرِ تَن پروری کو توڑنا ہے بَر مَلا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د روژې په برکت يـې توبه نصيب شوه

حضرت شيخ ابو بکر شبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دريمې صدئ هجرئ د اوچتې مرتبې بزرګ دے، هغوئي د خپل ژوند ډيره عجيبه او د سبق نه ډکه واقعه بيانوي او فرمائي: يو ځل زه د قافلې سره شام ملک ته روان ووم، په لاره کښې ناڅاپه د ډاکوانو يوې ډلې زمونږه په قافله باندې حمله اوکړه او د قافلې والؤ سامان يـې لوټ کړو او د خپل سردار مخې ته يـې ډيرے کړو او د هغې لټول يـې شروع کړو، د يو کَس د سامان نه د شَکَرو [يعنې خوږو څيزونو] او د بادامو تيلئ راووتله، ټولو ډاکوانو په شريکه خواږه او بادام خوړل خو د هغوئي سردار خواږه او بادام نه خوړل. شيخ ابو بکر شبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه حيران شوم او ما د ډاکوانو د سردار نه پوښتنه اوکړه: ټول خواږه او بادام خوري، تۀ يـې ولې نه خورې؟ هغه زه نور هم حيران کړم او اوئې وئيل: زما روژه ده.

ډيره د حيرانتيا خبره وه، يو خوا يـې د خلقو حقونه وهل، د غريبانانو ښيرې يـې اخستې او بل خوا يـې د تقویٰ او پرهيزګارئ مظاهره کوله او روژه يـې هم نيولې وه، شيخ ابو بکر شبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د هغه نه پوښتنه اوکړه: تۀ لوټ مار هم کوې او روژه هم نيسې؟ زما په دې پوښتنه سردار اووئيل: د الله پاک سره د روغې جوړې د پاره خو هم څه لاره باقې پريښودل پکار ده.


 

 



[1]... کتاب الزہد لا بن مُبارَک، باب فضل ذکر اللہ، جز:11، صفحہ:395، حدیث:1423۔