Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai
کاش چې په رَمَضَانُ الْمُبَارَک کښې د بخښنې خيرات حاصلوونکو خوش قِسمتو کښې زمونږه نوم هم شامل شي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
گھر پر ہمارے رب کا مہمان آ گیا ہے مولیٰ سے بخشوانے رَمضَان آ گیا ہے
رَحمت کے دَر کُھلے ہیں، شام و سَحر کِھلے ہیں قُربِ خدا کا لے کے سامان آ گیا ہے
ہرسُو خدا کی رَحمت، رَمضَان کی ہے برکت اس ماہ میں تصدقؔ! قرآن آ گیا ہے
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
ډيره عجيبه فرښته او دوه صندوقان
د مِعراج شريف په روايتونو کښې دي: مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سـدرةُ الـمنتہیٰ په خوا کښې يوه فرښته اوليدله، هغوئي فرمائي: لَمْ اَرَ مِثْلَہٗ يعنې داسې عجيبه فرښته ما چرې هم نه وه ليدلې، هغې به چې کله تسبيح کوله نو د هغې په ښکلي آواز باندې به عرش هم خوزيدلو، ما د جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام نه پوښتنه اوکړه: اَیُّ خَلْقٍ ہٰذَا يعنې اے جبريله! دا کوم مخلوق دے؟ عرض يـې اوکړو: دا يوه فرښته ده کومه چې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه دوه زره کاله مخکښې پيدا کړے شوې وه، ما پوښتنه اوکړه: د دې نه مخکښې دا چرته وه؟ عرض يـې اوکړو: الله پاک د عرش نه لاندې په جنّت کښې يو ځائے جوړ کړے دے، دا به هلته وه، نن ستاسو د ديدار د پاره دلته حاضره شوې ده. رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ما هغه فرښتې ته سلام اوکړو خو هغه د الله پاک په تسبيح کښې مشغوله وه، سلام يـې وا نوريدو. بيا جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام هغه ته اووئيل: ہٰذَا مُحَمَّد يعنې دا محبوبِ خُدا، حضرت مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے. چې کله هغه دا واوريدل نو د خوشحالئ نه يـې خپلې دوه شنې وَزَرې خورې کړې، دا دومره لوئي وَزَرې وې چې آسمان او زمکه يـې پټ کړل. بيا هغه زما سره د غاړې ميلاوهلو سعادت حاصل کړو او په اَدَب يـې ښکل هم کړم. عرض يـې