Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

حضرت شيخ ابو بکر شبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا خبره اوشوه او تيره شوه، څه موده پس زما مکے مکرمې ته د حاضرئ سعادت نصيب شو، ما د ډاکوانو هغه سردار هم هلته اوليدو، د هغه په مخ باندې د عبادت نُور وو، د مُجاهدو په وجه د هغه بدن کمزورے شوے وو او هغه اِحرام تړلے وو او د کعبے په طواف کښې مشغول وو. هغه چې مې په دې حالت کښې اوليدو نو زه يو ځل بيا حيران شوم، ما په حيرانتيا سره پوښتنه اوکړه: آيا تۀ هغه کَس نه يـې؟ اوئې وئيل: آؤ جي! زه هُم هغه يم او واورئ! هم هغه روژې د الله پاک سره زما روغه اوکړه. ([1])

په خپل ځان کښې بدلون راولئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! رَمَضَانُ الْمُبَارَک د نشاۃِ ثانیه (يعنې د نوي پاک ژوند موندلو) مياشت ده. اوس رَمَضَانُ الْمُبَارَک تشريف راوړي، مونږ له هم پکار دي چې په ځان کښې د څه بدلون کوشش اوکړو، چې د خپل ځان، د خپل زړۀ، د خپل رُوح بيا د نوي سر نه د اِصلاح کولو کوشش اوکړو، مثلاً * که تير ژوند مو په ګناهونو کښې تير شوے وي، چې اوس توبه کړو * که مخکښې مو نـمونځونه نه کول، چې اوس يـې شروع کړو *که مخکښې مو روژې نه نيولې نو دې کال له به د ټول رَمَضَانُ الْمُبَارَک روژې اونيسو *که مخکښې مو د فلمونو ډرامو کتلو عادت وو، نو چې اوس يـې پريږدو *که مخکښې مو بدنګاهي کوله، چې اوس ترينه توبه اوکړو *که مخکښې مو غيبت، چغلي وغيره ګناهونه کول، چې اوس ترينه منع شو * که مخکښې مو د سود لين دين کولو چې اوس يـې پريږدو، غرض دا چې که ژوند مو هر څنګه تيريدو خو اوس رَمَضَانُ الْمُبَارَک تشريف راوړي، د رمضان مياشت نشاۃِ ثانیه (يعنې د نوي پاک ژوند موندلو) مياشت ده، لہٰذا پکار


 

 



[1]... نہر کی صدائیں، صفحہ:7 تا 8۔