Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

ځان ساتي هغه ته په هر ميدان کښې کاميابي عطا کولے شي * څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي  د هغه په ژبه کښې اثر کيښودے شي * څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي هغه ته په مخلوق کښې عزت عطا کولے شي * څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي د هغه خاتمه به ښه وي * څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي د هغه د پاره د باطِن دروازې برسيره کولے شي * څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي د هغه دعاګانې قبلولے شي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي هغه ته په عبادت کښې خوند عطا کولے شي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي هغه ته د دوزخ د وور نه نجات ورکولے شي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي هغه ته به د قيامت په ورځ په ښي لاس اعمال نامه ورکولے شي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي د قيامت په ورځ به د هغه نه حساب په آسانه اخستے شي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي، هغه ته به د جنّت عالي شان محلونه عطا کولے شي * څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي هغه ته به د قيامت په ورځ د عرش سورے نصيب کيږي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي هغه ته به د ايمان خوږ والے عطا کولے شي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي د هغه په مخ کښې به نُور کيښودے شي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي په هغه باندې رحمت راوريږي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي هغه ته لوئي اَجر ورکولے شي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي د هغه د پاره د دوو جنّتونو زيرے دے *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي هغه رسولِ ذيشان، محبوبِ رحمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل خوږ دوست جوړوي *او د ټولو نه زيات دا چې څوک د ګناهونو نه ځان ساتي هغه ته الله پاک د خپل قرب خوند، خپله رضا او د محبت لازوال دولت عطا کوي.

د شرابي ځلمي په لږ وخت کښې اِصلاح اوشوه

علّامه ابن جَوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: يو عبادت کوونکے، نيک بزرګ وو، هغه تر څلويښتو کالو پورې (د بر اعظم افريقه د يو ملک) سوډان په يو غار کښې اوسيدو او عبادت يـې کولو. هغه فرمائي: يو ځل زه په غار کښې دننه په عبادت کښې مشغول