Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

نصيب کړي، الله دې اوکړي چې مونږ په خير او عافيت سره *د سبحان مياشتې *د قرآن د نازليدو مياشتې * ښکلې ښکلې مياشتې * د رمضان مياشتې ته په رسيدو کښې کامياب شو. چې کله د رمضان مياشت تشريف راوړي نو هغې ته ښه هر کلے هم اووايئ! * د ماښام نـمونځ په جومات کښې د جَمعې سره ادا کړئ! * زيات بهتر به وي چې د اَوَّابينو نفلونه هم اوکړئ! *د روژې د مياشتې د ليدلو کوشش هم اوکړئ! او چې مياشت اووينئ نو که کيدے شي نو هغه دُعا هم اولولئ کومه چې به زمونږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لوستله اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي.

يو اَهَم وضاحت

 خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! رَمَضَانُ الْمُبَارَک يقيناً چې د ډيرو برکتونو والا مياشت ده، د دې مياشتې د راتلو زيري ورکول، خلقو له مبارکي ورکول هم ښه کار دے، په دې نيک کار باندې د ثواب ميلاويدو اميد هم کولے شي، دا هم کيدے شي چې که مونږ د روژې په راتللو خوشحالي اوکړو نو د الله پاک رحمت په جوش کښې راشي او هم د دې يوې نيکئ په برکت مونږ د جنّت حقداران جوړ شو. البته! دلته لږ د احتياط ضرورت دے. دلته چې رَمَضَانُ الْمُبَارَک تشريف راوړي يا ربيع الاول شريف تشريف راوړي نو عموماً يو ميسج په سوشل ميډيا باندې خوريږي، په کوم کښې چې ليکلے شوي وي: په حديثِ پاک کښې دي چې چا د ټولو نه مخکښې د روژې د مياشتې د راتلو مبارکي ورکړه، د هغه د پاره جنّت واجب شي.

داسې يو حديث هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ثابت نه دے. نه د رَمَضَانُ الْمُبَارَک په باره کښې، نه د يوې بَلې مياشتې په باره کښې.... لہٰذا د داسې دروغو ميسجونو د وړاندې ليږلو نه ځان ساتئ او څوک چې تاسو ته داسې ميسج راوليږي، هغه ته په مينه او محبت سره، په حکمتِ عملئ سره د نيکئ دعوت هم ضرور ورکړئ! بلکې که کيدے شي نو د داسې خبرو پوره مخنيوے پکار دے. په حديثِ پاک