Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

پريږدئ! مونږ به دا ښخه کړو [يعنې اوکَرُو]، د دې نه به يوه وَنه را اوټوکيږي او هغه وَنه به د دې نه هم ښې او بهترينې ملغلرې نيسي. ما پوښتنه اوکړه: دا به چرته نالوئ! اوئې وئيل: په داسې ځائے کښې کوم چې چرې هم نه خرابيږي، په داسې ملک کښې کوم چې چرې هم نه فنا کيږي (يعنې ستاسو د نوم دا وَنه به په جنّت کښې نالولے شي).

د دې نه پس هغه بزرګ رابيدار شو. هغه خپلو دوستانو ته دا خوب بيان کړو، د هغې نه پس دوه هفتې ژوندے وو، بيا وفات شو. په کومه شپه چې هغه وفات شو نو يو دوست هغه په خوب کښې اوليدو، فرمائيل يـې: هغه وَنه کومه چې په هغه شپه زما د پاره ناله کړے شوې وه، اوس يـې ميوه نيولې ده. دوست ترينه پوښتنه اوکړه: هغې کومه ميوه نيولې ده؟ اوئې وئيل: پوښتنه مه کوه! داسې ميوې دي چې د هغې صفتونه نشي بيانيدے. ([1])

 روژه نوے ژوند ورکوي

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! صوفيائے کرامو چې د رمضان د مياشتې او د روژې کوم تفصيل بيان کړے دے، د هغې مطابق يـې د رمضان مياشت نشاۃِ ثانیه (يعنې د نوي ژوند موندو) مياشت ګرځولې ده. شايد چې تاسو په اوريدو حيران شئ چې د صوفيائے کرامو مطابق انسان دوه ځله پيدا کيږي، وړومبے پيدائش خو هغه دے کوم چې عام مشهور دے، [يعنې] چې کله مونږ دې دُنيا ته راځو. د دويم پيدائش نه مُراد د زړۀ پاکوالے دے يعنې چې کله بنده خپل زړۀ د * ګناهونو نه * باطني بيمارو نه *حرص * لالچ * هَوَس * د دُنيا د محبت * تکبّر * ځان خوښئ وغيره نه پاک کړي، دې ته د انسان نشاۃِ ثانیه (يعنې دويم پيدائش) وئيلے شي. ([2])


 

 



[1]... لطائف المعارِف، وظائف شہر رَمضَان المعظم، المجلس الاول فی فضل الصیام، صفحہ:219 ملتقطًا۔

[2]... تفسیر روح البیان، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:184، جلد:1، صفحہ: 294۔