Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

”درود او سلام“موبائل ايپلي کيشن

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي د سمارټ فون (smartphone) په ذريعه هم د عِلمِ دِين د عام کولو کوشش کوي. په دې باره کښې د دعوتِ اسلامي  د I.T ډيپارټمنټ له خوا مختلف ايپلي کيشنز جاري کړے شوي دي، په دې کښې يو ايپلي کيشن دے: درود او سلام (Durood-o-Salam ) *په دې درود او سلام ايپلي کيشن کښې درود شريف موجود دي کوم چې تاسو څه وخت هم لوستلے شئ يا دا د خپل موبائل په اَن لاک ټيون (Unlock Tune) باندې سيټ کولے شئ د کوم له وجې چې څنګه تاسو خپل فون کولاو کړئ دا به پخپله چليږي * دا سهولت هُم ورکړے شوے دے چې تاسو موبائل اَن لاک کړئ نو هغه درودِ پاک به ستاسو په موبائل سکرين باندې ښکاره شي د دې برکت به دا وي چې تاسو به وړومبے درودِ پاک لولئ بيا به موبائل استعمالوئ. نور دا چې په سکرين د ښکاره کيدونکي درودِ پاک فونټ هم په خپله خوښه سيټ کولے شئ * درودِ پاک چې څومره ځل هم لوستلے شي د هغې شميره به درج کيږي * تاسو پخپله خوښه د درودِ پاک آواز (volume) ايډجسټ کولے شئ * د دې د ټولو نه اهمه فائده دا ده چې مونږ ته به د ورځې د خپل درودِ پاک والا نيک عمل پوره کولو کښې مدد حاصليږي. هُم نن دا ځانګړے ايپلي کيشن په خپل موبائل کښې ډاؤن لوډ کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ.   

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان په آخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت