Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

ووم، په دې کښې يو کَس راغے، د هغه سره خوراک او شراب وو، (شايد هغه زه نه ووم ليدلے) او په يو ګوټ کښې کښيناستو او خوراک يـې شروع کړو، د خوراک نه پس چې کله هغه د شرابو لوښے راواخستو نو ما په تيز آواز د قرآنِ کريم دا آيت اولوستو:

اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ (پارہ:27، اَلْحَدِید: 16)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان:  آيا د ايمان والؤ د پاره لا هٰغه وخت نه دے راغلے چې د هغوئي زړونه د الله د ياد او د هٰغه حق د پاره ټِـيټ شي.

هغه ځلمي اخوا ديخوا اوکتل، څوک يـې اونه ليدو، هغه ځان ناغرضه کړو او د شرابو څښلو دپاره يـې چې بيا څنګه لوښے راواخستو نو ما بيا هم هغه آيت تلاوت کړو:

اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ (پارہ:27، اَلْحَدِید: 16)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان:  آيا د ايمان والؤ د پاره لا هٰغه وخت نه دے راغلے چې د هغوئي زړونه د الله د ياد او د هٰغه حق د پاره ټِـيټ شي.

په دې ځل د قرآنِ کريم دې الفاظو د هغه په زړۀ باندې پوره اثر اوکړو، د هغه د لاس نه شراب پريوتل، او په زوره يـې اووئيل: بَلٰی وَ اللہِ قَدْ آن ولې نه، په خدائے مې دې قسم وي! هٰغه وخت راغلے دے (چې زما زړۀ د رَبّ په ياد کښې ټيټ شي). دا يـې اووئيل او هغه د غار نه بهر اُووتو، زه هم په هغه پسې شاته شاته روان شوم، ما اوليدل چې هغه ژړل او روان وو او په تيز آواز يـې هم دا وئيل: بَلٰی وَ اللہِ قَدْ آن ولې نه، په خدائے مې دې قسم وي! هغه (يعنې د توبې) وخت راغلے دے. بزرګ فرمائي: زه هم په هغه پسې شاته شاته روان ووم. چې لږ مزل مو اوکړو نو مخکښې يو غټ تالاب وو، د الله پاک د ويرې د غلبې نه هغه ځلمي هم داسې په تالاب کښې قدم کيښودو (خو د الله پاک قدرت وو چې)