Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

مياشت تشريف راوړونکې ده، کومې ته چې په حديثِ پاک کښې سَيِّدُ الشَّهُور (د ټولو مياشتو سرداره) وئيلے شوې ده. ([1]) *هغه مبارکه مياشت راتلونکې ده چې د هغې د وړومبئ شپې نه به د آسمانونو دروازې برسيره کړے شي، بيا به د آخرئ شپې پورې نه بنديږي *په دې مياشت کښې چې [څوک] يوه سجده اوکړي نو [د هغه د پاره] 1500 نيکئ ليکلے کيږي او [د هغه د پاره] په جنّت کښې د سرو ياقوتو کور جوړولے شي *څوک چې د رَمَضَانُ الْمُبَارَک وړومبئ روژه اونيسي، د هغه تير ګناهونه معاف کړے شي *د سحر نه تر ماښامه پورې 70 زره فرښتې د هغه د پاره د بخښنې دُعا کوي ([2]) *هٰغه مياشت راتلونکې ده، په کومه کښې چې به د نفلو ثواب د فرض برابر او د فرض ثواب 70 چنده زياتولے شي ([3]) *د رَمَضَانُ الْمُبَارَک په وړومبئ شپه الله پاک دې اُمَّت ته د رحمت نظر فرمائي او چا ته چې الله پاک د رحمت نظر اوفرمائي، هغه له به چرې هم عذاب نه ورکوي ([4]) *په دې مبارکه مياشت کښې به بخښنه کيږي، هره ورځ به د روژه ماتي په وخت لس لاکهه ګنهګاران بخښلے کيږي او چې کله په دې مبارکه مياشت کښې د جُمعې ورځ تشريف راوړي، بيا خو به ډيرې مزې شي، د حديثِ پاک مطابق په رَمَضَانُ الْمُبَارَک کښې د جُمعې په شپه او د جُمعې په ورځ (يعنې د زيارت په ورځ د نـمر پريوتو نه تر د جُمعې د ورځې نـمر پريوتو پورې) په هر يو سعت کښې لس، لس لاکهه کَسان بخښلے کيږي او دا ټول بخښونکي کَسان به هغه وي په کومو باندې چې دوزخ واجب شوے وي. ([5])


 

 



[1]... مصنف عبد الرزاق، کِتَاب الصیام،ب اب فضل الصیام، جلد:4، صفحہ:238، حدیث:7924۔

[2]... شُعَبُ الْاِیْمَان، باب فی الصیام، جلد : 3، صفحہ : 314، حدیث : 3635 ملتقطًا۔

[3]... صحیح ابنِ خزیمہ، کتاب الصیام، باب فضائل شہر رَمضَان ان صح الخبر، صفحہ: 438، حدیث :1887۔

[4]... شُعَبُ الْاِیْمَان، باب فی الصیام، جلد : 3، صفحہ : 303، حدیث : 3603۔

[5]... مسند الفردوس، جلد:3، صفحہ:320، حدیث:4960۔