Book Name:Quran Ki Taseer

ووم، په دې کښې يو کَس راغے، د هغه سره خوراک او شراب وو، (شايد هغه زه نه ووم ليدلے) او په يو ګوټ کښې کښيناستو او خوراک يـې شروع کړو، د خوراک نه پس چې کله هغه د شرابو لوښے راواخستو نو ما په تيز آواز د قرآنِ کريم دا آيت اولوستو:

اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ (پارہ:27، اَلْحَدِید: 16)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: آيا د ايمان والؤ د پاره لا هٰغه وخت نه دے راغلے چې د هغوئي زړونه د الله د ياد او د هٰغه حق د پاره ټِـيټ شي.

هغه ځلمي اخوا ديخوا اوکتل، څوک يـې اونه ليدو، هغه ځان ناغرضه کړو او شراب څښل يـې شروع کړل، څنګه چې هغه لوښے راواخستو ما بيا هم هغه آيت تلاوت کړو:

اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ (پارہ:27، اَلْحَدِید: 16)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: آيا د ايمان والؤ د پاره لا هٰغه وخت نه دے راغلے چې د هغوئي زړونه د الله د ياد او د هٰغه حق د پاره ټِـيټ شي.

په دې ځل خو د قرآنِ کريم دې الفاظو د هغه په زړۀ باندې پوره اثر اوکړو، د هغه د لاس نه شراب پريوتل، هغه په زوره اووئيل: بَلٰی وَ اللہِ قَدْ آن ولې نه، په خدائے مې دې قسم وي! هغه وخت راغلے دے (چې زما زړۀ د رَبّ په ياد کښې ټيټ شي). دا يـې اووئيل او هغه د غار نه بهر ووتو، زه هم په هغه پسې شاته شاته روان شوم، اومې ليدل چې هغه ژړل او روان وو او په تيز آواز يـې هم دا وئيل: بَلٰی وَ اللہِ قَدْ آن ولې نه، په خدائے مې دې قسم وي! هغه (يعنې د توبې) وخت راغلے دے. بزرګ فرمائي: زه هم په هغه پسې شاته شاته روان ووم. چې لږ مزل مو اوکړو نو مخکښې يو غټ تالاب وو، د الله پاک د ويرې د غلبې نه هغه ځلمي هم داسې په تالاب کښې قدم کيښودو (خو د الله پاک قدرت وو چې) هغه د اوبو د پاسه روان وو او په آرام پرې تير شو. ([1])


 

 



[1]... روح الارواح، الفصل الثانی عشر، صفحہ:79 بتغیر قلیل۔