Book Name:Quran Ki Taseer

اَيمن رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يوه ورځ ماسپښين زه د حضرت فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها کور ته لاړم، دروازه بنده وه او د دننه نه د ميچَنې ګرځيدو آواز راتللو. ما چې دننه اوکتل نو دا منظر زما مخې ته وو چې ميچن تاويدله او د حسنينِ کريمين (امام حسن او امامِ حسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما) ځانګو ځنګيدله، خو حضرت فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د ميچنې خوا ته آرام فرمائيلو (يعنې اوده وه). حضرت اُمِّ اَيمن رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: دا معامله چې مې اوليده نو زه ډيره حيرانه شوم. زه د نبئ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې حاضره شوم او پوښتنه مې اوکړه چې آخر دا څه معامله ده؟ نو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے اُمِّ اَيمن! سخته ګرمي ده، روژه ده، فاطمه (رَضِىَ اللهُ عَـنْها) روژه نيولې ده، الله پاک په فاطمه باندې خوب غالب کړو د پاره د دې چې لږ وخت آرام اوکړي او د ګرمئ سخته محسوس نه کړي او فرښتې يـې راوليږلې چې هغوئي ميچن چلوي او ځانګو ځنګوي. ([1])

وہ خاتونِ جَنّت معصوم حُوریں باندیاں جن کی

مَلَک جَنّت سے آکر پیستے تھے چکیاں جن کی

وصال مبارک

د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْها وِصَالِ ظاهِري د سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وصالِ ظاهِري نه شپږ مياشتې پس په دريم رَمَضَانُ المُبَارَک په يوولسمه هجرئ اوشو. مزار مبارک يـې په جَنَّتُ البقيع کښې دے. ([2]) د هغې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا  د سیرتِ مبارکه په باره کښې د نورو معلوماتو حاصلولو دپاره د مکتبةُ الـمدينه ډير ښکلے کتاب شانِ خاتونِ جنت د مکتبةُ الـمدينه نه په هديه سره اوغواړئ!  یا يـې د دعوت اسلامی د ویب سائٹ www.Dawateislami.net نه فري ډاؤن لوډ کړئ!

د اعتکاف يو څو فضائل

خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! اَلْحَمْدُ للّٰہ! د دعوتِ اسلامی دینی ماحول کښې په ټوله دُنیا کښې په زرګاؤ ځايونو کښې اجتماعی اعتکاف کيږي، اعتکاف د ګناهونو نه د بچ کيدو او د رمضان مياشت په نيکو کښې د تيرولو بهترينه ذريعه ده، تاسو هُم د رمضان


 

 



[1]... سفینہ نوح، حصہ: دوم، صفحہ:35۔

[2]...شرح الزرقانی،  الفصل الثانی،  جلد:4،  صفحہ:336۔