Book Name:Quran Ki Taseer

تِلاوت اوفرمائيلو، ما هم د قرآنِ کريم تِلاوت اوريدو (ژبۀ مبارکه د خدائے د محبوب وه، کلام د رَبِّ رحمان وو، بس بيا څه وو، داسې خوږ آواز، داسې د اثر نه ډک کلام زما زړۀ ته کوزيدل شروع شو). هغه وخت هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا آيتونه اولوستل:

اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌۙ(۷) مَّا لَهٗ مِنْ دَافِعٍۙ(۸)  (پارہ:27، وَالطُّوْرْ:7-8)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: بیشکه ستا د رب عذاب ضرور واقع کيدونکے دے (۷) هغې لره هيڅ څوک لرې کوونکے نشته (۸)

دا آيتونه چې مې واوريدل نو زما زړۀ داسې شو لکه چې اوس به اوچوي. ما ته داسې لګيده چې زه به د دې ځائے نه قدم هم اوچت نه کړے شم، د دې نه مخکښې به په ما باندې عذاب نازل شي. بس زه د الله پاک د عذاب نه اُووِيريدم او هم هغه وخت مې ايمان راوړو. ([1])

آں کِتَابِ زِنْده قرآنِ حَکِیم                                                                           حِکْمَتِ اُو لایَزَال اَسْت وَ قَدِیم

مفهوم: دا قرآنِ مجيد ژوندے کتاب دے، په دې کښې بيان کړے شوي تعليمات، تر قيامته پورې د ټولو مسئلو د حل کولو د پاره کافي هم دي او بهتر هم دي.

د قرآنِ کريم يو څو خصوصيات

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! قرآنِ کريم د الله پاک کلام دے، په دې کښې عجيبه اثر دے * دا خوږ کلام زړونه نرموي * بے لارې شوو ته د هدايت لار ښائي * په دې کښې د تيرو شوو او راروانو خبرونه دي * دا د الله پاک مضبوطه رسئ ده * دا د حکمت والا کلام دے * په حديثِ پاک کښې دي: د قرآنِ کريم په برکت سره خواهشونه ختميږي * د قرآنِ کريم عجائبات نه ختميږي * څوک چې د قرآنِ کريم مطابق خبره اوکړي، هغه رښتونے


 

 



[1]... صراط الجنان، پارہ:27، سورۂ طور، زیرِ آیت:8، جلد:9، صفحہ:518، 519۔