Book Name:Quran Ki Taseer

ټول اِسلامي وروڼه هره هفته د ماسخُتن د نـمونځ نه پس په پابندئ سره د مدني مذاکرې کتلو نيت اوکړئ! که غواړئ نو په کور کښې د خپل کور والؤ سره په مدني چينل باندې په مدني مذاکره کښې شرکت اوکړئ! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د رمضان په مياشت کښې روزانه دوه مدنی مذاکرې کيږي. (1): د مازديګر د نمانونځ نپ پس او (2): د تراویح د نمونځ نه پس، تاسو هُم په مدنی چینل باندې پابندئ سره مدنه مذاکره د کتلو، او اوريدلو کوشش کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! ډير برکتونه به درنصيب شي.

د ماډرن ځلمي توبه  

     د منډي بهاؤ الدين (صوبه پنجاب، پاکستان) د اوسيدونکي يو اسلامي ورور د ليک خلاصه ده چې د دعوتِ اسلامي ماحول ته راتلو نه مخکښې ما د ګناهونو په هلاکوونکو کندو کښې در په در ټوکرې خوړلې. هر وخت به مې په زړه او دماغو کښې د فيشن خيال وو او د نيکو نه لرې د دنيا په رنګينو کښې مې ژوند بربادولو. يو ځل يو مبلغ د دعوتِ اسلامي زيرانتظام کيدونکي د آخرئ عشرې د اجتماعي اعتکاف ډير ښه ترغيب راکړو، د هغې په نتيجه کښې د الله پاک په فضل او کرم سره ما ته د اعتکاف سعادت رانصيب شو، د اجتماعي اعتکاف خوندور ماحول، زړه راښکونکي بيانونه، د پيشمني او روژه ماتي روحاني نظارې مې ډيرې خوښې شوې، په کرم د پاسه کرم دا چې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه علمي او روحاني مدني مذاکرو او  د ژړا نه ډکو دُعاګانو مې د زړه نه د ګناهونو زنګ لرې کړو. زما د ګناهونو د تورو تيارو ژوند کښې د عشقِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رڼا خوره شوه. ما د خپلو ګناهونو نه رښتونې توبه اوکړه او د امير اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه مې د بيعت [يعنې د مُريد کيدلو] شرف هُم حاصل کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ګيره مبارکه مې پريښوده، عِمامه مې په سر کړه او د سُنَّتو نه ډک ژوند تيرولو د پاره مې د دعوتِ اسلامي ديني ماحول اختيار کړو.