Book Name:Quran Ki Taseer

نو د الله پاک رحمتونه په هغه باندې راوريږي. (3): او د دې پاک کلام دريم خاصيت دا بيان کړے شو چې قرآنِ کريم د هدايت کتاب دے. دا د تجربې خبره ده، کوم بنده چې د *ناول * ډائجسټ * او د دروغو د قيصو لوستو عادت شي، هغه نفسياتي مريض شي *هغه په خيالي دنيا کښې اوسيږي * په معاشره کښې خپل مثبت کردار نه ادا کوي *د هغه په طبيعت کښې بد خوئي راشي او د هغه په مقابله کښې هغه بنده څوک چې د قرآنِ کريم د تلاوت عادت وي، که بغير د پوهيدو نه هم د قرآنِ کريم تلاوت کوي *د هغه زړۀ نرميږي * په زړۀ کښې يـې د نيکئ جذبې راپيدا کيږي *د هغه په اخلاقو او کردار کښې مثبت بدلون راځي * د هغه د ظاهر او باطن پاکي نصيب کيږي *او هغه د معاشرې يو بهترين کَس جوړيږي. او که په قرآنِ کريم پوهيږي او تلاوت يـې کوي، نو بيا خو واه...!! سُبْحٰنَ اللہ! ...!! د داسې خوش قِسمته خو ځانګړے شان دے.

د ګنهګار د توبې توفيق نصيب شو

حضرت ابو هَاشم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زه بصرې ته د تللو د پاره په کشتئ کښې کښيناستم. په دغه کشتئ کښې يو نارينه وو او د هغه سره د هغه وينزه وه. چې مونږه لږ وړاندې لاړو نو هغه نارينه وينزې ته اووئيل: شراب راوړه! هغې شراب راوړل، نارينه څښل او وينزې سندره شروع کړه. بيا هغه کَس ما ته اوکتل او اوئې وئيل: آيا ستا سره د دې (سندرې) په شان څه شته؟ ما اووئيل: آؤ! زما سره هٰغه څه دي کوم چې د دې نه زيات بهتر او ښه دي. هغه اووئيل: اووايه! ما دا آيتونه تلاوت کړل:

اِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْﭪ(۱) وَ اِذَا النُّجُوْمُ انْكَدَرَتْﭪ(۲) وَ اِذَا الْجِبَالُ سُیِّرَتْﭪ(۳) (پارہ:30، التکویر: 1-3)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: چې کله به لـمر راغونډ [راټول] کړے شي(۱) او چې کله ستوري را اورژيږي(۲) او چې کله غرونه رَوَان کړے شي(۳)

دا آيتونه يـې چې واوريدل نو هغه کَس په ژړا شو، چې کله زه د الله پاک دې