Book Name:Quran Ki Taseer
لوستونکو د پاره شفاعت کوي. ([1]) * د قرآن قاري به د قرآنِ کريم تلاوت کوي او د جنَّت درجو ته به خيژي. ([2]) * څوک چې په ولاړه په نـمونځ کښې د قرآنِ پاک تلاوت اوکړي د هغه د پاره د هر حرف په بدله کښې سل نيکئ دي او څوک چې په ناسته په نـمونځ کښې تلاوت اوکړي د هغه د پاره د هر حرف په بدله کښې 50 نيکئ دي او څوک چې د نـمونځ نه علاوه په اوداسه کښې تلاوت اوکړي د هغه د پاره 25 نيکئ دي او څوک چې بغير د اوداسه نه تلاوت اوکړي د هغه د پاره لس نيکئ دي.([3]) * د قرآن قاري د الله پاک خاص بنده دے. ([4]) * د قرآن قاري د اِسلام جنډه نيولو والا دے. ([5]) * د قرآنِ کريم تِلاوت کوونکے د الله پاک د عذاب نه محفوظ اوسي. ([6]) * د قرآنِ کريم تلاوت کوونکے د دې په برکت ترقي کوي او لوئے درجې حاصلوي. ([7])
دے شوقِ تلاوت دے ذَوقِ عبادت رہوں بَاوُضو میں سدا یاالٰہی!
الله پاک دې زمونږ د قرآنِ کريم سره رښتونے محبت نصيب کړي او په دې باندې دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
د خاتونِ جنَّت حضرت فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ذِکرِ خير
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په دريم رَمَضَانُ المُبَارَک د الله پاک د آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږې لور، سيدۀ کائنات، حضرت فاطمـة الـزهراء، طيبه،
[1]... مسلم،كتاب صلاة المسافرين وقصرها، باب فضل قراءة القرآن...الخ،صفحہ:290، حدیث:804۔
[2]... ابو داود، کتاب الوتر، باب استحبا ب الترتیل فی القراءة، صفحہ:241، حديث:1464ماخوذًا۔
[3]... احیاء العلوم، کتاب آداب تلاوة، الباب الثانی فی ظاہر آداب ...الخ، جلد:1، صفحہ:362۔
[4]... كنز العمال، کتاب الاذکار، الباب السابع فی ...الخ، جزء:1، جلد:1، صفحہ:258، حدیث:2275۔
[5]... مسند الفردوس، جلد:2، صفحہ:135، حدیث:2690۔
[6]... كنز العمال، کتاب الاذکار، الباب السابع فی ...الخ، جزء:1، جلد:1، صفحہ:258، حدیث:2267۔
[7]... كنز العمال، کتاب الاذکار، الباب السابع فی ...الخ، جزء:1، جلد:1، صفحہ:259، حدیث:2289۔