Book Name:Quran Ki Taseer
پاک دے هغه هميشه پاتې کيدونکے دے خو تاسو به مړه شئ او ستاسو مال به د هغه په ملکيت کښې پاتې شي او تاسو ته به د نه لګولو په شکل کښې ثواب هم نه ميلاويږي، ستاسو د پاره بهتره دا ده چې تاسو خپل مال د الله پاک په لاره کښې اولګوئ د پاره د دې چې د دې په بدله کښې ثواب بيامومئ. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره مدني مذاکره
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اميرِ اهلسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اوسني وخت عظيم علمي اور روحاني شخصيت بلکې کامِل ولي دے، هغوئي د هر اتوار په شپه د ماسخُتن د نـمونځ نه پس مدني مذاکره کوي يعني د ټولې دنيا نه عاشقانِ رسول د تفسير، حديث، شريعت، طريقت وغيره په مخلتفو موضوعاتو باندې پوښتنې کوي. دا مدني مذاکره عام طور د هر اتوار په شپه د ماسخُتن نمانځه نه پس او خاص د رمضان په مياشت کښې روزانه د مازديګر د نمانځه نه پس او د تراويح نه پس په مدني چينل باندې نيغ په نيغه (Live) ښودلے شي. مدني مذاکره د عقيدې او د اعمالو د اصلاح بهترينه ذريعه ده: * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوسه پورې په سوونو کافرانو د مدني مذاکرې د کتلو په برکت کلمه وئيلې ده * په لکونو بے نـمانځه نـمونځ ګزاره جوړ شوي دي *د زرګونو زړونو اِصلاح شوې ده.
تاسو هم په مدني مذاکره کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * عِلمِ دِين به حاصل کړئ * د الله پاک محبت به درنصيب کيږي * په عشقِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې به مو زياتوالے راځي * د ګناهونو نه به نفرت درنصيب کيږي * د نيکئ جذبه به ميلاويږي او * په اخلاقو او کردار کښې به هم بهتري راځي.