Book Name:Quran Ki Taseer

اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته خط اوليکو چې زما په سر باندې ټول عمر درد وي، که ستاسو سره د دې څه دوائي وي نو را اوئې ليږئ! حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه له يوه ټوپئ اوليږله. قيصر رُوم به چې کله هغه ټوپئ په سر کوله نو د هغه د سر درد به ختميدو او چې کله به يـې د سر نه لرې کوله نو بيا به يـې په سر واپس درد راتلو، هغه ډير حيران شو، آخر يـې هغه ټوپئ اوشلوله نو په هغې کښې ورته يو کاغذ ميلاو شو چې په هغې باندې بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ليکلي وو. ([1])

نيکانو خلقو به هم دَمَوَل کول

امام شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يو کَس د خپلې سترګې د بيمارئ شِکايت اوکړو نو هغوئي هغه ته  بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم  سره د سورۂ قٓ آیت نمبر:22 لَقَدْ كُنْتَ فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ الْیَوْمَ حَدِیْدٌ(۲۲) او د  حٰمٓ اَلسَّجْدَۃ  آیت نمبر:44 لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا هُدًى وَّ شِفَآءٌؕ- اوليکلو او ورعطا يـې کړو. د دې په برکت هغه ته د بيمارئ نه شِفا نصيب شوه. ([2])

په تَعوِيذاتو کښې برکت دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د بيمارو نه شِفاء حاصلولو دپاره تعويذ اچول او د دې نه فائده اخستل بالکل جائز ده. بعض روايات دي چې په هغو کښې د تَمائم نه منع راغلې ده بعضې خلقو ته په  دغه رواياتونو لوستلو کښې مغالطه شوې ده. په اصل کښې تعويذ يو څيز دے او تَمائِم بل څيز دے. د جاهليت په زمانه کښې به کافرو د خپلو دروغو د خُدايانو نومونه او شرکيه الفاظ وغيره ليکل او په غاړو کښې به يـې اچول او په مختلفو طريقو به يـې استعمالول هغې ته به يـې تمائم وئيلو. او تَعوِيذ هغه وي په کومو کښې


 

 



[1]... تفسیرِ کبیر، الباب الحادی عشر فی بعض النکت...الخ، جلد:1، صفحہ:155۔

[2]... البرہان للزرکشی، النوع السابع والعشرون معرفۃ خواصہ، جز:1، جلد:1، صفحہ:285۔