Book Name:Quran Ki Taseer

Online تعويذونه ترلاسه کيدے شي او د آن لائن Online اِستخارې کولو سهولت هم شته * نور دا چې د روزانه لوستلو آسانې وظيفې پکښې شاملې دي * د پريشانو او مشکلاتو نه د نجات حاصلولو د پاره څلويښت روحاني علاجونه * د الله پاک د بعضې صفاتي نومونو نه حاصليدونکي برکتونه * د بيمارئ نه د شِفا موندلو وظيفه وغيره په دې ايپلي کيشن کښې شامل دي. تاسو هم دا ايپلي کيشن په خپل موبائل کښې ډاؤن لوډ کړئ، پخپله ترينه هُم فائده حاصله کړئ. او نورو ته هُم ترغيب ورکړئ!

د تلاوت کولو عادت جوړ کړئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! رَمَضَانُ المُبَارَک د برکتونو والا مياشت جاري ده په دې کښې د نيکو کولو ثواب 70 چنده زيات وي، په دې کښې که چا د قرآنِ کريم تلاوت اوکړو نو څومره ښه خبره ده په عامو ورځو کښې چې د قرآنِ کريم يو لفظ اولولې نو لس نيکئ ميلاويږي او په رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د دې ثواب زياتيږي. کاش چې مونږه د قرآنِ کريم تلاوت خپل معمول جوړ کړو، د روايتونو مطابق * د قرآنِ کريم تلاوت افضل عبادت دے. ([1]) * د قرآنِ کريم په يو لفظ لوستلو باندې د لسو نيکو ثواب ميلاويږي. ([2]) * د قرآن کريم د تلاوت کولو سره رحمت نازليږي، [د دې په تلاوت کوونکي] فرښتې د وَزرو سورے کوي او سکون پرې نازليږي. ([3]) * څوک چې سحر د قرآن ختم اوکړي نو تر ماښامه پورې او څوک چې ماښام ختم اوکړي نو تر سحره پورې فرښتې د هغه د پاره د رحمت دُعاګانې کوي. ([4]) * د قيامت په ورځ به قرآن د خپلو


 

 



[1]... كنز العمال، کتاب الاذکار، الباب السابع فی ...الخ، جزء:1، جلد:1، صفحہ:257، حدیث:2261۔

[2]... ترمذی، کتاب فضائل القرآن، باب ماجاء فی من قراء...الخ، صفحہ:676، حدیث:2910۔

[3]... مسلم، کتاب الذکر والدعا...الخ، باب فضل الاجتماع...الخ، صفحہ:1039، حدیث:2699 ماخوذًا۔

[4]... كنز العمال،کتاب الاذکار، الباب السابع فی ...الخ، جزء:1،جلد:1صفحہ:261، حدیث:2316۔