Book Name:Quran Ki Taseer
بوقتِ نزع سلامت رہے مرا ایماں مجھے نصیب ہو توبہ ہے التجا یاربّ
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم دا څومره د کمال اثر دے. هغه ځلمے ګنهګار وو، شرابي وو خو په هغه باندې د الله پاک کرم اوشو، هغه چې څنګه د قرآنِ کريم آيت واوريدو نو د زړۀ دُنيا يـې بدله شوه، د هغه صرف د توبې توفيق نصيب نه شو بلکې د الله پاک کرم ته اوګورئ! هغه د اوبو د پاسه تير شو او په هغه هيڅ هم اونه شو.
تُو گُناہوں کو کر مُعاف الله! میری مقبول مَعذِرت فرما
مصطَفٰے کا وَسیلہ توبہ پر تُو عنایت مُداوَمَت فرما([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! قرآنِ کريم چې څنګه د روحاني مرضونو د پاره شِفا ده، هم داسې د ظاهري بيمارو د پاره هم بهترين عِلاج دے. الله پاک فرمائي:
وَ نُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَّ رَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَۙ- (پارہ:15، بنی اسرائیل :82)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او مونږه په قرآن کښې هٰغه څيز نازلوو کوم چې د ايمان والؤ د پاره شفاء او رحمت دے.
حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما فرمائيلي دي: قرآنِ کريم د هر مرض نه نجات ورکوونکے دے. ([2])
د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: خَیْرُالدَّوَاءِ اَلْقُرْاٰنُ