Book Name:Quran Ki Taseer
مذمت [غندنه] کښې د يو وِيشتمې سيپارې، سورۀ لُقمان دا آيت نازل شو.
اوس دلته اوګورئ! * د دروغو د قيصو کتابونه، ناول، ډائجسټ وغيره دلته هم لوستلے کيږي، خلق په ډير شوق سره داسې کتابونه لولي، د سورۀ لُقمان په وړومبو آيتونو کښې د نَضَر بن حارِث د هغه قيصو په کتابونو او قرآنِ کريم کښې فرق واضحه کړے شو. د نَضَر بن حارِث په غندنه کښې الله پاک اوفرمائيل:
وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَّشْتَرِیْ لَهْوَ الْحَدِیْثِ لِیُضِلَّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ ﳓ وَّ یَتَّخِذَهَا هُزُوًاؕ- (پارہ:21، لقمان:6)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او بعضې خلق د لوبيدلو خبرې [په بيعه] اخلي د پاره د دې چې بے پوهې د الله د لارې نه بے لارې کول اوکړي او د هغې نه ټوقې ټقالې جوړې کړي.
يعنې نَضَر بن حارِث چې د قيصو کوم کتابونه ګرځوي، په دې کښې ډيرې خرابئ دي. (1): وړومبئ خرابي خو دا ده چي لَهوَ الْحديث (يعنې بے مقصده قيصې او د لوبو ټوقو خبرې) دي (2): دويمه خرابي دا ده چې د دې لوستونکي اوريدونکي د الله پاک د لارې نه يعنې د نيکئ د لارې نه لرې کيږي.
د دې په مقابله کښې د قرآنِ کريم څه شان دے؟ الله پاک فرمائي:
الٓمّٓۚ(۱) تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْحَكِیْمِۙ(۲) هُدًى وَّ رَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِیْنَۙ(۳) (پارہ:21، لقمان:آيت 1، 2، 3)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: الٓـمّٓ (۱) دا د حکمت والا کتاب آيتونه دي (۲) د نيکانو د پاره هدايت او رحمت دي (۳)
دا د قرآنِ کريم درې شانونه دي:
(1): قرآنِ کريم د حِکمت کتاب دے
وړومبے شان خو يـې دا دے چې قرآنِکريم د حکمت کتاب دے، د *ناوِل *ډائجسټ *د دروغو د قيصو *او فضولو قيصو لوستو سره انسان نفسياتي مريض