Book Name:Quran Ki Taseer

يعنې بهترينه دوائي قرآنِ کريم دے. ([1])

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دَمَوَل کول

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په معمولاتو کښې هم دي او د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم، د لويو اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم او تقريباً د څوارلس نيمو سوؤ کالو نه د اُمَّت په مُجَرَّباتو (تجربه شوو کارونو) کښې دي چې د قرآن آيتونه اولوستلے شي او [مريض پرې] دَم کړے شي نو الله پاک شِفا ورعطا کوي. د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په کور والؤ کښې چې به کله څوک بيمار شو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به مُعَوَّذَات (يعنې سورۀ الفلق او سورۀ الناس) لوستل او هغه به يـې پرې دَمولو.([2])

صحابئ رسول دَم کړو

* يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د لړم په چيچولو باندې سورۀ فاتحه اولوستله او دَم يـې کړو، الله پاک هغه [کَس] ته شفا عطا کړه. ([3]) *د يو صحابي  رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په قبيله کښې يو ليونے کَس وو، کوم چې به خلقو په زنځيرونو تړلو، صحابي رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تر دريو ورځو پورې سحر او ماښام درې درې کرته سورۀ فاتحه اولوستله او دَم يـې کړو، الله پاک هغه ليوني ته شِفا عطا کړه. ([4])

   فارُوقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تعويذ ورکړو

د قيصرِ رُوم (يعنې د رُوم بادشاه) د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ


 

 



[1]... ابن ماجہ، كتاب الطب، باب الاستشفاء بالقرآن، صفحہ:567، حدیث :3501۔

[2]... مسلم، کتاب السلام، باب رقیۃ المریض ...الخ، صفحہ:866، حدیث:2192۔

[3]... بخاری، کتاب الطب، باب الرقی بفاتحۃ الکتاب، صفحہ:1450، حدیث: 5736 ملخصاً۔

[4]... ابوداؤد، کتاب الطب، باب کیف الرقی، صفحہ:613، حدیث:، 3697،3696 خلاصۃً۔