Book Name:Quran Ki Taseer
جنت مقام ہوگا دوزخ حرام ہوگا گر دل پہ لکھ لیا ہے صَلِّ عَلٰی مُحَمَّد
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو دے. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ښه نيت بنده جنت ته رسوي، د بيان اوريدو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم *عِلمِ دِين به زده کووم * په اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
حضرت جُبَير بن مُطعِم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے. هغوئي د فتح مکے نه مخکښې اِسلام قبول کړے وو. په مدينه منوره کښې به اوسيدو، هم هلته وفات شو. ([2])
هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْه د خپل اِسلام قبلولو واقعه بيانوي او فرمائي: په غزوۀ بَدر کښې چې کوم مسلمانان قيد شوي وو، زه (د مکے والؤ د طرف نه) د هغه قيديانو په باره کښې د خبرو اترو کولو د پاره مدينے منورې ته راغلم. چې کله دلته را اورسيدم نو د ماښام وخت وو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ماښام د نـمونځ جَمعه ورکوله، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آواز مبارک د جومات نه بهر هُم راتللو، هغوئي د سورۂ وَالطُّوْرْ