Book Name:Quran Ki Taseer
پوره مياشت يا کم از کم د آخرئ عشرې په اجتماعی اعتکاف کښې شرکت اوکړئ! *د اللہ پاک آخری نبی، مکی مَدَنی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چې د الله تعالٰى د رِضا او خوشنودئ د پاره د يوې ورځې اِعتِكاف اوكړي الله تعالٰى به د هغه او د جَهنَّم تر مينځه درې خندقه [کندې] رُكاوټ جوړ كړي چې د هر خندق فاصله (يعني لرې والے) به د مَشرِق او د مَغرِب د فاصلې نه هم زيات وي. “ (مُعْجَم اَوْسَط ج٥ ص٢٧9حديث٧٣٢٦) *اُمُّ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا نه رِوايت دے چې د دواړو جهانو سردار خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: ”مَنِ اعۡتَكَفَ اِيۡمَانًا وَّاحۡتِسَابًا غُفِرَ لَه مَا تَقَدَّمَ مِنۡ ذَنۡبِه“ ترجمه: چا چې ايمان سره او د ثواب حاصلو په نِيَّت اِعتِكاف اوكړو د هغه تير ګناهونه به اُوبخښلے شي.“ (جامِع صغِير ص٥١٦ حديث 8٤80) *په يو حدیثِ پاک کښې فرمائيلي دي: چا چې په رمضان المباک کښې د لسو ورځو اعتکاف اوکړو هغه داسې دے لکه 2 حجونه او 2 عمرې يـې چې اوکړې.([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي په ټوله دنيا کښې د نيکئ دعوت عام کوونکے ديني تحريک دے. د الله پاک په فضل سره * دعوتِ اِسلامي د اتياؤ [80] نه زياتو شعبو کښې ديني فريضې ترسره کوي * دعوتِ اِسلامي تر اوسه پورې په زرګونو جوماتونه، په سوونو فيضانِ مدينه (مَدَني مرکزونه) جوړ کړي دي *ماشومانو هلکانو او ماشومو جينکو (Boys & Girls) ته د قرآنِ پاک بيل بيل تعليم ورکولو د پاره تر اوسه پورې تقريباً 12 زره 699 مدرسة الـمدينه جوړې کړے شوي دي،