Book Name:Quran Ki Taseer
چې د قرآن آيتونه، د اللہ پاکيزه نومونه او د هغې شمير او دعاګانې وغيره ليکلې وي.([1]) ځکه تَمائِم اچول يا په هره طريقه استعمالول بالکل منع دي خو تعويذونه استعمالول جائز او مستحب او برکتي هُم دي. ([2])
د اِمام قُشَيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوب کښې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو نو خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ولې پريشانه يـې؟ ما عرض اوکړو: زما ځوي بيمار دے، د هغه حالت نازک دے. ارشاد يـې اوفرمائيلو: د شِفا د آيتونو نه ستا پام چرته دے؟ (چې رابيدار شو نو) هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شِفا آيتونه درې ځله اولوستل او په خپل بچي باندې يـې شُف کړل د دې په برکت د هغه شِفا نصيب شوه. ([3])
نعمتیں برکتیں بفضل رَبّ رحمتیں راحتیں شفائیں سب
اس سے پاتے ہیں صاحبِ ایماں واہ کیا بات پیارے قرآں کی
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د شِفا د آيتونو د کومو چې په دې واقعه کښې ذِکر اوشو، هغه دا دي: