Book Name:Quran Ki Taseer

قرآنِ کريم د زړۀ مرضونه لرې کوي

الله پاک په قرآنِ کريم کښې اوفرمائيل:

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُمْ مَّوْعِظَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ شِفَآءٌ لِّمَا فِی الصُّدُوْرِۙ۬- (پارہ:11، یُونس: 57)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: اے خلقو! تاسو لره ستاسو د رب له طرفه نصيحت او د زړونو شِفا [راغله].

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت لاندې فرمائي: قرآنِ کريم د رَبّ تَعالٰی د طرف نه د بندګانو د روحاني پالنې ذريعه ده، د زړۀ ټولې بيمارئ لکه *جهالت *شک *شرک *نفاق *او بده عقيده *بد اخلاق *حسد *کينه *هوس *د دُنيا حِرص *دښمني وغيره. قرآنِ کريم د دې ټولو اِصلاح کوي. ([1])

میرے ربّ کا کَلام ہے قُرآں واہ کیا بات پیارے قُرآں کی

ہر مسلماں کا اس پہ ہے اِیماں واہ کیا بات پیارے قُرآں کی

مصطفےٰ پر ہوا ہے یہ نازِل   اس میں ہر شے کا ہے بیاں شامل

سب سے افضل کتاب ہے قُرآں  واہ کیا بات پیارے قُرآں کی

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د شرابي ځلمي په لږ وخت کښې اِصلاح اوشوه

علّامه ابن جَوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: يو عبادت کوونکے، نيک بزرګ وو، هغه تر څلويښتو کالو پورې (د بر اعظم افريقې د يو ملک) سوډان په يو غار کښې اوسيدو او عبادت يـې کولو. هغه فرمائي: يو ځل زه په غار کښې دننه په عبادت کښې مشغول


 

 



[1]... تفسیر نعیمی، پارہ:11، سورۂ یونس، زیرِ آیت:57، جلد: 11، صفحہ:367، 368 ملخصاً۔