Book Name:Quran Ki Taseer
مقبول جہاں بھر میں ہو دعوتِ اسلامی صدقہ تجھے اے ربِّ غَفَّار! مدینے کا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان په آخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي. ([1])
ہر کام شریعت کے مطابِق میں کروں کاش! یاربّ! تو مبلغ مجھے سُنّت کا بنا دے([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک: د قيامت په ورځ به تاسو په خپلو او ستاسو د پلارانو په نومونو رابللے شئ ځکه خپل ښه نومونه کيږدئ. ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ماشوم دې ښه نوم کيښودے شي د ډيرو خلقو داسې نومونه دي چې څه معنې يـې نشته يا د هغې بدې معنې دي د داسې نومونو کيښودو نه ډډه اوکړئ * د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام او د صحابۀ کرامو او تابعينو عَليهمُ الرّضوَان په نومونو باندې نومونه کيښودل بهتره خبره ده، اُمِيد دے چې د هغوئي برکت به په ماشوم کښې کيښودے شي *که ماشوم ژوندے پيدا شي او که مړ، که د هغه بدن پوره وي او که نه، بهر حال د هغه نوم