Book Name:Quran Ki Taseer

د قرآنِ کريم تاثيرونه

غرض دا چې د الله پاک کلام دے، د دې صرف يو اثر نه دے، مختلف اثرات يـې دي، د قرآنِ کريم ډير نومونه دي او دا نومونه هم د دې د مختلفو اثراتو په لحاظ سره دي. مثلاً * د قرآنِ کريم يو نوم حکمت دے، يعنې دا هٰغه کتاب دے چې د دې د لوستلو سره حکمت او پوهه نصيب کيږي. * د قرآنِ کريم يو نوم صِراط مُستقيم دے، يعنې دا هٰغه کتاب دے کوم چې بے لارې شوي د نيغې لارې مسافر جوړوي *د قرآنِ کريم يو نوم نُور دے، يعنې دا هٰغه عظيم کتاب دے کوم چې نُور تقسيموي او زړونه روښانه کوي.

  کور به يـې د شمعې په شان ځليدو

يو صحابئ رسول دے: حضرت ثَابِت بن قَيس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ. د شپې به د هغوئي کور داسې ځليدو لکه څنګه چې شمع بَليږي (ظاهره ده په هغه وخت کښې د لائټ او بجلئ انتظام خو نه وو، د شپې به تيارۀ وه خو د حضرت ثَابِت بن قَيس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور مبارک به د شپې ځليدو) خلقو د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې د دې خبرې ذِکر اوکړو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: ثَابِت بن قَيس به ضرور د شپې د سورۀ بقره تلاوت کوي. د حضرت ثَابِت بن قَيس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه چې کله په دې باره کښې پوښتنه اوکړے شوه نو هغوئي اووئيل: آؤ! واقعي زه د شپې د سورۀ بقره تلاوت کووم. ([1])

چھوڑو یہ ظلمتوں کے شِکوے کرو نہ ہر دَم                                 ہے روشنی کی خواہش، قرآن پڑھ کے دیکھو

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې قرآنِ کريم نُور دے. د دې په لوستلو، د دې په تلاوت کولو زړونه هم روښانه کيږي او چې الله پاک اوغواړي نو ظاهري نُور هم نصيب کيږي.


 

 



[1]... فضائل القرآن للمستغفری، ، صفحہ:200، حدیث:708۔