Book Name:Quran Ki Taseer

جوړيږي، خو د قرآنِ کريم دا شان دے چې * د دې د لوستلو سره * د دې د تلاوت کولو سره حکمت او پوهه نصيب کيږي.

د ټول ژوند د پاره زبردست نصيحت

د حضرت زيد بن اَسلَم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، يو ځل يو کَس په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو، زمونږه آقا، سَيِّدُ الانبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته اوفرمائيل: دې (نوي راغلي کَس) ته قرآنِ کريم اوښايه...! هغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه کَس ته سورۀ زِلزال ښودلو، چې کله هغوئي د سورۀ زِلزال اووم آيت اوښودلو نو هغه کَس اووئيل: بَس! زما د پاره کافي دي. هغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په بارګاهِ رسالت کښې عرض اوکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ده اوس صرف 7 آيتونه زده کړي دي او وائي: زما د پاره کافي دي. خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے پريږده! ده ته فَقَاهَت (يعنې د دِين پوهه) ميلاو شوې ده. ([1])

سُبْحٰنَ الله! دا دے د قرآنِ مجيد شان۔۔۔!! چې صرف اووه آيتونه يـې اولوستل او د هُم دې نه ورته فَقاهَت (يعنې پوهه) نصيب شوه.

 (2-3): قرآنِ کريم د رحمت او هدایت کتاب دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! (2): د سورۀ لقمان په آيتونو کښې د قرآنِ کريم دويم خاصيت دا بيان شو چې قرآنِ کريم د رحمت کتاب دے. د ناول ډائجسټ وغيره په لوستلو نيکئ نه ميلاويږي، په انسان رحمت نه نازليږي خو قرآنِ کريم هغه عظيم کتاب دے،  چې د دې په يو يو حرف باندې لس، لس نيکئ ميلاويږي، چې کله بنده قرآنِ پاک لولي


 

 



[1]... تفسیر دُرِّ منثور، پارہ:30، سورۂ زلزال، جلد:8، صفحہ:596۔