Book Name:Quran Ki Taseer
دے * چا چې په قرآنِ کريم باندې عمل اوکړو، هغه به ثواب مومي، څوک چې د قرآنِ کريم مطابق فيصله اوکړي، هغه به انصاف کوونکے وي او * څوک چې د قرآنِ کريم په لور راوبلي، ضرور به هغه د نيغې لارې په لور رابلونکے وي. ([1])
ہر روز میں قرآن پڑھوں کاش! خُدایا االله! تِلاوت میں مِرے دِل کو لگا دے
د قرآنِ کريم په نورو کتابونو باندې فضيلت
د الله پاک آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: لکه څنګه چې الله پاک د خپل ټول مخلوق نه افضل دے، هم داسې د الله پاک کلام هم د باقي ټولو کلامونو نه افضل او اعلیٰ دے. ([2])
ہر روز میں قرآن پڑھوں کاش! خُدایا
اللہ! تِلاوت میں مِرے دِل کو لگا دے
په قرآنِ کريم او نورو کتابونو کښې فرق
يو غير مسلمه وو: نَضَر بن حَارِث. د مکے مکرمې اوسيدونکے وو. يو ځل دے د تجارت د پاره شام ملک وغيره ته لاړو نو د هلته نه يـې د قيصو کتابونه راوړل. مکے مکرمې ته چې راغے نو خلقو ته به يـې قيصې بيانولې او دې بدبخته به وئيل: مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) هم تاسو ته د (قومِ) عَاد او (قومِ) ثَمُود واقعې بيانوي نو زه تاسو ته د رُستم، اِسفِنديار (د ايران د بادشاهانو) وغيره قيصې بيانووم.
يعنې دې بدبخته هغه دروغ رښتيا قيصې د قرآنِ کريم برابر اوګرځولې. د ده په