Book Name:Quran Ki Taseer

دَجّال د فِتنو نه محفوظ اوسي * د مور پلار قبر ته د هرې جُمعې په ورځ د سُورۀ يٰسٓ تِلاوت کولو سره د حرفونو د شميرې برابر، د هغه (لوستونکي) ګناهونه بخښلے کيږي *د سُورَۃُالدّّخان لوستلو سره مشکل لرې کيږي * د چا چې ځنکدن وي چې هغه په سُورَۃُالجاثِيَه باندې دم کړې نو د هغه خاتمه به په خير سره اوشي * د سُورَۃُالحُجرات لوستل او دَمَوَل او څښل کور کښې د خير او برکت د پاره فائده مند دي * د سوره قٓ لوستلو سره په باغ کښې ميوه زياتيږي * د سُورَۃُالرحمٰن يوولس کرته لوستلو سره ټول مقصدونه پوره کيږي * څوک چې سُورَۃُالواقِعَه هره ورځ لولي، په هغه به چرې هم لوږه نه راځي *سُورَۃُالمُلک هره شپه لوستونکے به د قبر د عذاب نه محفوظ وي * د سُورَۃُالمُزَّمِّل يوولس کرته لوستونکي هر مشکل آسانيږي * څوک چې سُورَۃُالمُدَّثِّر اولولي او د قرآنِ پاک د حفظ کولو دعا اوکړي نو د هغه د پاره به د قرآنِ کريم يادول آسانيږي * د سُوْرَۃُ النّٰزِعٰت لوستلو سرہ به د ځنکدن تکليف نه کيږي * د سُورَۃُالضُّحیٰ لوستلو سره به تښتيدلے کَس واپس راشي * سُورَۀاَلَم نَشرَح چې په کوم مال باندې اولوستلے شي، په هغې کښې به ښه برکت کيږي * د سُورَۃُالتِّين درې کرته لوستلو سره اَخلاق او کردار ښه کيږي *په سُورَۃُالعَلق کښې د جوړونو د درد عِلاج دے * څوک چې سُورَۃُ القَدر سحر او ماښام لولي الله پاک به د هغه عزت زيات کړي * سُورَۃُ البَيِّنَه د برګي او يرقان [د زيړي د مرض] علاج دے * سُورَۃُالزِّلزال د قرآنِ پاک د څلورمې حصې برابر دے * کوم انسان يا ځناور چې د نظره شوے وي، هغه په سُورَۃُ العٰدِيٰت باندې دمول فائده ورکوي *د سُورَۃُالقارِعَه د لوستلو سره د بلاګانو نه حفاظت کيږي * د سُورَۃُالتَّکاثُر د درې سوه کرته لوستلو سره زر قرض ادا کيږي * د سُورَۃُالعَصر د لوستلو سره غم لرې کيږي * سُورَۃُالهُمَزَه او سُورَۃُالفِيل د دښمن د شر نه د حفاظت او سورۀ قُريش د ځان د حفاظت د پاره مجرب دے * سُورَۃُ الماعُون د غټ مشکل په وخت لوستل فائده مند دے *د سُورَۃُالکَوثَر د تلاوت سره د بے اولاده، اولاد نصيب کيږي