Book Name:Quran Ki Taseer
طاهِره، عابده، زاهده رَضِىَ اللهُ عَـنْها عُرس مبارک دے، راځئ چې په دې مناسبت سره د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْها څه ذِکرِ خير واورو. حضرت فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو کشرئ او ګرانه شهزادګئ ده. * د هغوئي ولادت د يو قول مطابق د نبوت د اعلان نه پينځه کاله مخکښې * او د يو قول مطابق د نبوت د اعلان په وړومبي کال په مکه مکرمه کښې شوے وو. ([1]) د هغوئي نوم مبارک ”فاطمه“ الله پاک کيښودو. په حديثِ پاک کښې دي: بے شکه زما د لور نوم الله پاک فاطمه کيښودو ځکه چې دا الله پاک د دوزخ نه لرې کړې ده. ([2]) او په يو بَل حديثِ پاک کښې دي: د دې نوم فاطمه کيښودے شو ځکه چې الله پاک دا او د دې سره عقيدت لرونکي د دوزخ نه آزاد کړي دي. ([3]) ”بتول“ او ”زهراء“ د هغوئي مشهور لقبونه دي. هغوئي د مسلمانانو د څلورم خليفه امير المُؤمِنِين حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ودانې او د جنّت د ځلمو د سردارانو حسنين کريمين (امام حسن او امام حُسين) رَضِىَ اللهُ عَـنْهما مور بي بي ده. ([4])
د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْها فضيلتونه ډير زيات دي. اُمِّ
[1]... شَرْح الزَّرْقَانی، المقصد الثانی...الخ، الفصل الثانی فی ذکر ...الخ، جلد:4، صفحہ:331 خلاصۃً۔
[2]...سَبْلُ الْہُدی، ابواب فضائل آل رسول، الباب التاسع، جلد:11، صفحہ:52۔
[3]...َکنْزُ الْعُمَال، جزء:12، کتاب الفضائل، فضل اھل البیت، جلد:6، صفحہ:50، حدیث:34222۔
[4]... الاکمال فی اسماء الرجال، 718، فاطمۃ الکبری، صفحہ:87۔