Book Name:Quran Ki Taseer

دې کيښودے شي *په حديثِ پاک کښې دي: د کَچه ماشوم (يعنې چې څه اندام يـې جوړ شي يا د څلورو مياشتو [حمل] وي د هغه) نوم کيږدئ چې الله پاک به د ده په ذريعه باندې ستاسو د عمل تَله درَنه کړي *جبريل يا ميکائيل وغيره نوم مه ږدئ *يِاسين يا طٰهٰ نوم کيښودل منع دي *محمد ياسين نوم هم مه ږدئ، آؤ که اوغواړئ نو غُلام ياسين او غلام طٰهٰ نوم کيږدئ *کوم نومونه چې غلط وي هغه بدلول پکار دي او ښه نوم کيښودل پکار دي ځکه چې د خپل اُمَّت سره محبت کوونکي خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به غلط نومونه په ښو نومونو باندې بدلول. د يوې زنانه نوم عاصِيَه (يعني ګنهګاره) وو، رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې نوم بدل کړو او جميله يـې کيښودو *داسې نومونه کيښودل جائز نه دي کوم چې د غير مسلمو د پاره خاص وي * غُلامِ رسول، غُلامِ صديق، غُلامِ حسين، غُلامِ غوث، غُلامِ رضا نوم کيښودل جائز دي. ([1])   

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مَکتَبَةُ الْمَدِينه د بهارِ شريعت جلد نمبر 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَـدَني قافلو کښې عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.

سنتیں سیکھنے تین دِن کے لئے

رب کے در پر جُھکیں، اِلتِجائیں کریں         ہر مہینے چلیں، قافلے میں چلو

بابِ رحْمت کھلیں، قافلے میں چلو

الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:63-68 ملتقطاً۔