Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

توفيق راعطا کړي. مَدَّاحِ حبيب مولانا جميل رضوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

اپنے مَحْبوب کی اللہ نے اُمّت میں کِیَا

سُنِّیو...! مِل کے کرو شکرِ خُدا آج کی رات...!!

خير! ما روايت بيانولو چې حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ذريعه اُمَّت ته سلام راواستولو، بيا يـې ووفرمائيل: اے محبوب نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! خپل اُمَّت ته ووفرمايئ چې جنّت پاکه او زرخيزه زمکه ده او د خالي ميدان پۀ شکل کښي ده. بے شکه د دې ځائے باغونه سُبْحٰنَ اللہ! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ او اَللہُ اَکْبَر دي. ([1])

يعنې د جنّت زمکه خالي ده، بنده چې سُبْحٰنَ اللہ! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ او اَللہُ اَکْبَر وائي نو د دۀ د پاره پۀ جنّت کښې وَنې نالولے کيږي. ځکه اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل اُمَّت ته ووفرمايئ چې د دې کلماتو پۀ کثرت سره ذِکر کوي د پاره د دې چې پۀ جنّت کښې د هغوئي د پاره ډير باغونه ولګي.

مَاشَآءَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلے نصيحت دے. کوشش کوئ چې پۀ کثرت سره د الله پاک د ذِکر کولو عادت جوړ کړئ! پۀ يو ځل سُبْحٰنَ اللہ وئيلو به څومره وخت لګي، کله ګړۍ ته وګورئ (مثلاً Stopwatch ولګوئ) او اوئې لولئ! پۀ يو سيکنډ کښې دوه درې کَرته سُبْحٰنَ اللہ پۀ اسانۍ سره وئيلے شي. يعنې صرف د سيکنډونو کار دے او د دې اجر څومره دے؟ يعنې پۀ يو ځل سُبْحٰنَ اللہ وئيلو پۀ جنّت کښې يوه ونه نالولے شي. الله پاک


 

 



[1]... الانس الجلیل، جلد:1، صفحہ:130 ۔