Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

بيمارو نه دومره بچ وي، دغه شان نن د فتنو پۀ دې دور کښې که مونږ د ايمان حفاظت کول غواړو نو د دې د پاره به خپل [د ايمان بچ کولو] مدافعتي نظام مضبوطول وي، يعنې ايمان دومره پوخ کړئ، دومره پوخ کړئ چې که څوک هر څومره زور ولګوي خو زمونږ ايمان چرې هم اونه خوزي. چې داسې کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ايمان پۀ حفاظت کولو کښې به تر ډيره حده پورې کامياب شو.

ايمان به څنګه مضبوطوو؟

اوس پوښتنه دا ده چې ايمان به څنګه مضبوطوو؟ حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک نبي دے، ډيره اوچته مرتبه لري، دا هم د هغوئي شان دے چې هغوئي د مړو د راژوندي کولو خواهش ووفرمائيلو نو الله پاک هغوئي ته دا وښودل * زمونږ د پاره به د قبرونو نه مړي نه راپاڅي * مونږ ته به سپوږمۍ نه دوه ټوټې کيږي * مونږ ته به نـمر واپس نه راګرځولے کيږي * يعنې اوس به څوک نوے نبي نه راځي، مونږ ته به معجزې نه ښودلے کيږي. مونږ ته د خپل ځان مطابق تلل او هُم پخپله د خپل ايمان مضبوطولو کوشش کول دي. دا به څنګ کوو؟

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ پۀ هر لحاظ سره راهنمائي فرمائيلې ده، تاسو مبارک حديثونه ولولئ! په حديثونو مبارکو کښې د ايمان مضبوطولو ډيرې زياتې طريقې ښودلے شوې دي.

* پۀ حديثِ پاک کښې دي:

  لَا یُؤْمِنُ اَحَدُکُمْ حَتّٰی اَکُوْنَ اَحَبَّ اِلَیْہِ مِنْ وَّالِدِہٖ وَ وَلَدِہٖ وَ النَّاسِ اَجْمَعِیْن