Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
د رضا شفاعت کول هم ستاسو کار دے، ستاسو نه علاوه هيچا له دا طاقت نه دے ورکړے شوے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے. ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وکړو: مَثَلاً *د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د 7 چيلو والا کوهے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! بِئْرِ سَبَع يو تاريخي ښار دے. د فلسطين سره نزدې دے. اوس دا ډير غټ ښار جوړ شوے دے، پخوا دا يو وړوکے شان کلے وو، پۀ عربئ کښې بِئْر کوهي ته وائي او د سَبَع معنٰی دہ 7، (یعنې د شميرې والا 7 کوم چې د 6 نه پس راځي). دې ځائے ته بِئْرِ سَبَع ولې وئيلے