Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
ہر ہر گھڑی ہے اس کی عِزّ و فَضَل میں یکتا بادَل کرم کا چھایا، ماہِ حرام آیا
بڑھتی ہیں اس میں قَدْرَیں نیکی کی یاد رکھنا! کرنا نہ وقت ضائع، ماہِ حرام آیا
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور وکړئ چې څومره ښکلې او د فضيلت والا ورځې دي * څومره عظيمې شپې دي * پۀ دې شپو کښې د يوې نيکۍ ثواب 700 چنده زيات شي * پۀ دې ورځو کښې نيکي کول افضل نيکي ده * پۀ دې ورځو کښې د يوې ورځې روژه نيول د يو کال د روژو برابر ده * د دې ورځو پۀ شپو کښې قيام کول (يعنې د شپې ويښ پاتې کيدل او عبادت کول) پۀ شبِ قدر کښې د عبادت کولو برابر دے.
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به نفلي روژې نيولې
د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت حَفصه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ عشرۀ ذِي الحج کښې پۀ پابندۍ سره نفلي روژې نيولې. ([1])
ياد ساتئ چې د عَشرَۀ ذِي الحج د روژو مطلب دے: د ذُو الحج د وړومبو 9 ورځو روژې چې د لسم ذُو الحج (يعنې د غټ اختر) د ورځې روژه نيول جائز نه ده.
کاش چې مونږه هم د نيکو حريص جوړ شو * زمونږه خوږ آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د عشرۀ ذي الحج روژې نيولې، کاش چې مونږ هم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې ادا، ادا کولو د پاره نفلي روژې ونيسو