Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

واده ښادۍ پۀ موقعو باندې ډيره ډيره بے حيائي کيږي *د انټرنيټ وغيره پۀ ذريعه د فحاشۍ او بے حيايۍ څيزونه کتلے شي *ګنده ويب سائټس هم خلق ګوري * خرابې خبرې کول * خراب څيزونه کتل * خراب سوچ کول وغيره ورځ پۀ ورځ عام کيږي.

الله پاک دې زمونږ د حياء دولت نصيب کړي. ياد ساتئ چې حياء هم د ايمان د مضبوطولو صفت دے. خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بے شکه حيا او ايمان دواړه يو ځائے دي فَاِذَا رُفِعَ اَحَدُہُمَا رُفِعَ الْآخَرُ يعنې چې کله پۀ دې کښې يو اوچت شي [يعنې لاړ شي] نو دويم هم اوچت شي [يعنې لاړ شي].([1])

مطلب دا دے چې [د چا] حيا څومره کمه وي نو [د هغۀ] ايمان به هُم هٰغه همره کمزورے وي او چې [د چا] حيا څومره زياته وي نو ايمان به يـې هم هٰغه همره مضبوط وي.([2])

اُٹھے نہ آنکھ کبھی بھی گناہ کی جانِب                                       عطا کرم سے ہو ایسی مجھے حیا یارَبّ!

کسی کی خامیاں دیکھیں نہ میری آنکھیں اور                  سُنیں نہ کان بھی عیبوں کا تذکرہ یارَبّ!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حاجي زَم زَم عطّاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حيا

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن 21 ذِيقَعدَه ده. پۀ ننۍ ورځ مرحوم


 

 



[1]... جامع صغیر، حدیث:1964۔

[2]...   فیض القدیر، جلد:2، صفحہ:413، زيرِ حديث:1964۔