Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
شپيلۍ به ووهلے شي، بيا به هم پۀ هٰغه سعت زرګونو کاله زاړه مړي هم د خپلو قبرونو نه راپاڅي. ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نور پۀ دې واقعه دا غور هم وکړئ چې حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام څلور مرغۍ راواخستې او يـې ذبح کړې، بيا يـې د هغو غوښه د يوې بَلې سره ګډه وډه کړه، بيا يـې هغه غوښه لرې پۀ غرونو باندې کيښوده، د دې نه پس يـې څۀ وکړل، الله پاک فرمائي:
ثُمَّ ادْعُهُنَّ (پارہ:2، البقرہ:260)
ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: بيا هغوئي را اُوبله.
دلته لږه د پوهيدلو خبره ده * انسانان نۀ بلکې مرغۍ دي * ژوندۍ نه بلکې مړې دي * نزدې نه دي بلکې لرې دي. الله پاک حکم وکړو او حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام هٰغه مړو مرغو ته د لرې نه غږ وکړو: تَعَالِیْنَ يعنې * اے بانګي! دلته راشه * اے کونترې! دلته راشه * اے طاؤسه! دلته راشه * اے ټپوسه! دلته راشه.
د دې نه دا معلومه شوه چې مړو ته غږ کول شِرک نشي کيدے، که مَعَاذَ الله! دا شِرک وے نو الله پاک به دغه مړو مرغو ته د غږ کولو حکم نه کولو، نۀ به حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام چرې داسې رابللې.
اوس لږه د سوچ خبره ده، چې مړ طاؤس، کونتره، ټپوس وغيره ته غږ کول شِرک نه دے نو انسان خو اَشرفُ المخلوقات دے چې کله د دُنيا نه لاړ شي، هغۀ