Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

بَلٰى وَ لٰكِنْ لِّیَطْمَىٕنَّ قَلْبِیْؕ- (پارہ:2، البقرہ:260)

ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: يقين ولې نه لرم خو دا (غواړم) چې زما زړه ته قرار حاصل شي.

يعنې اے الله پاکه! تۀ مړي راژوندي کوې، پۀ دې باندې زما کامِل او اَکمل، مضبوط ترين ايمان دے خو زۀ د دې نه هم وړاندې درجې ته رسيدل غواړم، ما ته عِلْمُ الْیَقِیْن حاصل دے خو زۀ عَیْنُ الْیَقِیْن حاصلول غواړم، يعنې د د وحي پۀ ذريعه د معلوماتو لرلو ايمان لرم، اوس پۀ سترګو د ليدلو پۀ ذريعه د دې نه وړاندې درجې ته رسيدل غواړم. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ښکلے صفت دے. کاش چې د دې پاک صفت فيضان زمونږ هم نصيب شي، حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د دومره مضبوط ايمان باوجود د دې د نور مضبوطولو خواهش لري، کاش چې زمونږ هم د خپل کمزوري ايمان د مضبوطولو نور خواهش زياتيدل نصيب شي.

د يو مسلمان ډيره اهمه ذِمه واري

دا خبره پۀ ذهن کښي ساتئ چې پۀ يو مسلمان باندې چې کومې بنيادي ذمه وارۍ دي، پۀ هغې کښي يوه ډيره اهمه ذمه واري خپل ايمان مضبوطول دي او پۀ اوسني وخت کښې د دې د ټولو نه زيات ضرورت دے. اوس هٰغه دور روان دے د کوم پۀ باره کښې چې پۀ حديثِ پاک کښې ارشاد شوے دے چې: يوه زمانه به راځي، انسان به سحر مؤمِن [وي او] ماښام


 

 



[1]...تفسیر نعیمی، پارہ:3، البقرہ، زیرِ آیت:260، جلد:3، صفحہ:78بتصرف۔