Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

دے؟ يعنې د کعبې مخې ته پۀ داسې ځائے کښې ودريږئ او نـمونځ کوئ چې مقامِ ابراهيم ستاسو او د کعبې بالکل پۀ مينځ کښي راشي. د طواف چې کوم نفلونه وي، هغه پۀ دې ځائے کښې د ودريدو سره ادا کول مُستحب دي. حضرت عبدُ الله بن عَمرو بن عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي:

خَیْرُ الْمَسَاجِدِ خَلْفَ الْمَقَامِ وَ عَنْ یَمِیْنِ الْاِمَامِ

يعنې پۀ ټوله زمکه باندې د سجدې کولو د پاره دوه ځايونه بهترين دي: (1): د مقامِ ابراهيم شاته، [او] (2): (چې کله مونږ د جَمعې سره نـمونځ کوو نو) د امام ښي اړخ ته.([1])

ستا ياد څومره کَرم وکړو...!!

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! مقامِ ابراهيم کوم چې يو کاڼے دے، د دې مبارک کاڼي د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سره يو نسبت دے، ځکه عين د نـمونځ پۀ حالت کښې د دې کاڼي يعنې د دې د مُصلّٰے جوړولو حکم شوے دے. د سوچ خبره دا ده چې د نـمونځ پۀ حالت کښې د يو کاڼي د تعظيم سره نـمونځ ته څۀ نقصان نه رسي، نـمونځ نه ماتيږي، پۀ دې کښې هيڅ کمے نه راځي بلکې نـمونځ [پۀ هر لحاظ سره] پوره وي نو بيا پخپله د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام بلکې د نبيانو د امام، رسولِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خيال راتلو به پۀ نـمونځ کښې خلل ولې راځي...؟ رښتيا خبره دا ده چې د نـمونځ پۀ حالت کښې د نبي د تعظيم پۀ


 

 



[1]...اخبار مکۃ للفاکھی، جلد:1، صفحہ:466، حدیث:1027۔