Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

دې مونږ ته توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

میری زبان تَر رہے ذِکْر و دَرُود سے                                       بےجا ہنسوں کبھی نہ کروں گفتگو فُضُول

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د قربانۍ پۀ فضائلو باندې حديثونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د سُنتِ ابراهيمي يعنې د قربانۍ ورځې هم رانزدې دي. قرباني کول ډير د ثواب کار دے، د الله پاک د رضا والا کار دے، د دې پۀ برکت د الله پاک قرب نصيب کيږي، قرباني کول سُنّتِ ابراهيمي دي، قرباني کول سُنَّتِ انبياء دي او قرباني کول د سَيِّدِ انبيا، محبوبِ خُدا، اَحمدِ مجتبيٰ، يعنې زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلي سُنَّت هم دي. *د مسلمانانو خوږه مور جانه حضرت عائشه صديقه طيبه، طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د نَحر (يعنې د لسمې ذو الحجه) پۀ ورځ د الله پاک پۀ نزد د ټولو نه خوښ عمل وينه توئيول (يعنې څاروے ذبح کول) دي، بے شکه د قربانۍ څاروي به د قيامت پۀ ورځ د خپلو ښکرو، ويښتو او ښنګرو سره راځي او بے شکه د قربانۍ وينه پۀ زمکه باندې د پريوتو نه مخکښې د الله پاک پۀ نزد د قبوليت مقام ته رَسي، ځکه د زړۀ پۀ خوشحالۍ سره قرباني کوئ! ([1]) * د حضرت زَيد بِن اَرقم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د مدينے سرکار، د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: ستاسو د پاره د قربانۍ


 

 



[1]... ترمذی، کتاب: الاضاحی، باب: فی فضل الاضحیہ، صفحہ:383، حدیث:1493۔