Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
خپلې بے ادبۍ معافي يـې وغوښتله او عرض يـې وکړو چې حضور! تاسو واپس تشريف راوړئ! حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ووفرمائيل: زۀ اوس واپس خو نه درځم، البته! تاسو زما 7 چيلۍ بوځئ! يوه يوه چيلۍ د يو يو کوهي سره ودروئ، پۀ کوهيانو کښي به اوبه راشي.
بيا دې خلقو 7 برکتي چيلۍ بوتلې او واپس لاړل، څنګه چې هغوئي چيلۍ د کوهيانو خوا کښې ودرولې، هم هٰغه وخت پۀ کوهيانو کښې اوبه راپورته شوي او پۀ لږ سعت کښې کوهيان د اوبو نه ډک شول.
پۀ دې وجه د دغه ځائے نوم بِئْرِ سَبَع (يعنې د اووه 7 چيلو کوهے) مشهور شو. (الانس الجلیل، جلد:1، صفحہ:110)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے د حضرت ابراهيم خليلُ الله عَلَیْهِ السَّلَام...!! د هغوئي د چيلو پۀ برکت پۀ کوهيانو کښې اوبه راغلې...!! واه سُبْحٰنَ اللہ!
پۀ دې غور وکړئ چې د انبيائے کرامو، اوليائے کرامو، د الله پاک د قرب لرونکو بندګانو پۀ تبرکاتو کښې څومره طاقت وي. * د دې تبرکاتو سره مشکلات ختميږي * پريشانۍ حل کيږي * زړونو ته سکون حاصليږي * بيمارۍ لرې کيږي * د الله پاک د عذابونو نه پناه نصيب کيږي * د دې تبرکاتو پۀ تعظيم سره پۀ زړونو کښې تقویٰ پيدا کيږي *او د