Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
د څاروي د هر ويښته پۀ بدل کښې يوه نيکي ده. ([1]) * د امام حَسَن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د مکے سُلطان، د مدينے جانان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د زړۀ پۀ خوشحالۍ، د ثواب د پاره قرباني وکړي، د هغۀ قرباني به د هغۀ او د دوزخ ترمينځه خنډ [يعنې رکاوټ] جوړه شي([2]) *مالکِ جنّت، قاسِمِ نِعمَت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بے شکه د الله پاک پۀ بارګاه کښې د ټولو نه زياته خوښه قرباني هٰغه ده کومه چې پۀ قيمت کښې اعلیٰ او ښه څَربه وي. ([3]) *پۀ يو روايت کښې فرمائي: د زوړ څاروي پۀ ځائے د ځوان څاروي قرباني د الله پاک پۀ بارګاه کښې زياته خوښه ده.([4])
الله پاک دې د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ وسيله مونږ ته د نيکو کارونو توفيق راعطا کړي، چې د قربانۍ کولو توفيق هم رانصيب شي، او کاش چې مونږ د زړۀ پۀ خوشحالۍ سره د ټولو نيکو کارونو کوونکي جوړ شو.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره رساله مطالعه
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک د ويرې حاصلولو، د نيکو نه د ډک ژوند تيرولو، د الله پاک د عبادت او د نيکو اعمالو د جذبې حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون