Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
شوي دي. راځئ چې د هغوئي د پاک سيرت د يو څو ښکلو واقعاتو اوريدو او د هغې نه د سبق حاصلولو سعادت حاصل کړو:
روايت دے چې يو ځل حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د سمندر پۀ غاړه تيريدلو، هغوئي يو مړے وليدو، حالت يـې دا وو چې د سمندر مهيانو [يعنې کبانو] هم د هغې غوښه راشوکوله او مرغو هم د هغې غوښه خوړله. دا يـې چې وليدلو نو حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام حيران شو.
هسې خو د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ايمان او يقين څومره پوخ وو، پۀ هغې خو هيڅ کلام نشي کيدے، د هغوئي پۀ شان کامِل ايمان به چا ته نصيب وو...؟ دا صرف يوه حيرانتيا وه چې دغه مړے ډير ټوټې ټوټې شوے وو، د هغۀ څۀ حصه د مهيانو خيټې ته تلې وه، څۀ د مرغو خيټې ته تلې وه، څۀ د اوبو سره رژيدلې وه، هغه مړے پۀ دومره ډيرو ټکړو کښې تقسيم شوے وو، بيا پۀ قيامت راتلو کښې هم لا صدۍ پاتې دي، د حيرانتيا خبره ده چې الله پاک به د قيامت پۀ ورځ دا مړے څنګه راژوندے کوي؟ پۀ دومره ځايونو کښې خورې شوې ټکړې به څنګه راجمع کوي؟ نو هغوئي د الله کريم پۀ بارګاه کښې پوښتنه وکړه:
رَبِّ اَرِنِیْ كَیْفَ تُحْیِ الْمَوْتٰىؕ- (پارہ:2، البقرہ:260)
ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: اے زما رَبـه! ته ما ته را اُواښائے چې ته به مړي څنګه ژوندي کوے؟
يعنې اے زما مالکه! اے زما پالونکيه! زۀ پۀ دې خو پوهيږم، منم يـې،