Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

خيال راتلو سره نـمونځ نه ماتيږي بلکې نور کامِل او اکمل کيږي. چا عاشق څۀ ښه وئيلي دي:

کیا کرم کِیَا تیری یاد نے، مجھے آ جگایا نماز میں

میرے وہ بھی سجدے ادا ہوئے جو قضا ہوئے تھے نماز میں

وضاحت: يعنې اے رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما پۀ غفلت کښې نـمونځ کولو، وجود خو مې پۀ نـمونځ کښې وو خو پۀ زړۀ کښې مې دنيائي خيالونه راتلل، بيا کرم وشو، عين د نـمونځ پۀ حالت کښې ستاسو ياد راغلے، هٰغه ياد کرم وکړو، زۀ يـې د غفلت نه رابيدار کړم، بيا مې حالت دا شو چې زما هٰغه سجدې کومې چې د غفلت پۀ حالت کښي ادا شوې وې، ستاسو د ياد پۀ برکت د هٰغه سجدو کمے هُم پوره شو او ما پۀ پوره خشوع او خضوع سره د رَبّ پۀ حضور کښې سجدې وکړې.

خير د تبرکاتو ډير برکتونه دي، د الله پاک د نبيانو، وليانو او نيکانو خلقو سره نسبت لرونکي څيزونه چې پۀ لاس راشي نو د هغې ډير تعظيم کول پکار دي. الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام تعارف

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ډير د اوچتې مرتبې والا نبي دے * الله پاک هغوئي خپل خليل جوړ کړے دے،