Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
ان کے قدموں میں اس کو قضا کی میرے مولیٰ تُو خیرات دیدے([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام او حياء
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ ښکلو ښکلو صفتونو کښې يو صفت حيا هم ده. صحابي رسول حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ډير حيا دار وو. دومره حيا به يـې کوله چې هغوئي به [د لنګ اچولو باوجود] دا خبره هُم ناخوښه ګڼله چې زمکه د هغوئي د پردې ځايونه وويني، هغوئي د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض وکړو نو رَبِّ کريم جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام راوليږلو، هغوئي د جنّت نه يوه کپړه راوړله او عرض يـې وکړو: خپلې کور ودانې حضرت سارّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ته ووفرمايئ چې د دې نه پرتوګ وګنډي. حضرت سارّه د ښودلے شوې طريقې مطابق پرتوګ وګنډلو. چې کله ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام واغوستو نو خوشحاله شو او اوئې فرمائيل: دا د پردې د پاره څومره ښه دے. ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره عظيم الشانه حياء ده...!! الله پاک دې زمونږ هم حياء نصيب کړي. نن سبا د حيا ډير کمے دے. ډير زيات کمے دے *پۀ اکثرو کورونو کښې باقاعده اِسلامي پرده نشته * د غير مَحرِمو مثلاً د ترۀ د ځامنو، ترور د ځامنو وغيره سره ښکاره خبرې اترې او ټوقې ټقالې وغيره کيږي * بيا د