Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat
دې تبرکاتو پۀ برکت سره ايمان تازه کيږي.
د مقامِ ابراهيم د مُصلّٰی جوړولو حکم
خاص طور د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سره د نسبت لرونکو څيزونو، د هغوئي د تبرکاتو...!! د دې د تعظيم خو پۀ قرآنِ کريم کښې باقاعده حکم ورکړے شوے دے. ارشاد کيږي:
وَ اتَّخِذُوْا مِنْ مَّقَامِ اِبْرٰهٖمَ مُصَلًّىؕ- (پارہ:1، البقرہ:125)
[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: او (اے مسلمانانو!) تاسو د ابراهيم د اودريدلو ځائے د لـمانځه مقام جوړ کړئ.
مقامِ ابراهيم څۀ دے؟ يو کاڼے دے، حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام چې کله کعبه شريفه جوړوله، چې کله د کعبې شريفې ديوالونه اوچت شول نو هغوئي پۀ دغه کاڼي باندې ودريدلو، دا د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام معجزه وه چې څنګه به ديوالونه اوچتيدل نو دا کاڼے به پخپله بره کيدو، بيا به چې کله حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام لاندې راکوزيدل غوښتل نو [هغه ګاڼے به] ښکته کيدلو. دا کاڼے هم بے مثاله دے، دې کاڼي د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د ښپو مبارکو نخښې د ځان د پاسه محفوظه کړې دي، د دومره صدو تيريدو باوجود اوس هم د هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام د ښپو مبارکو نخښې پۀ دې باندې موجودې دي.
الله پاک د دې مبارک کاڼي د مُصلّٰے جوړولو حکم وکړو. څۀ مطلب