Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

Book Name:Hazrat Ibrahim Ke Waqiyat

د حضرت ابراهیم عَلَیْهِ السَّلَام يو څو نصیحتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د الله پاک د نبي حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د يو څو واقعاتو د اوريدو سعادت حاصل کړو، راځئ چې د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د يو څو نصيحتونو سعادت هم حاصل کړو:

د عبادت او تقویٰ نصیحت

پۀ قرآنِ کريم کښې دي: حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام خپل قوم ته ووفرمائيل:

اعْبُدُوا اللّٰهَ وَ اتَّقُوْهُؕ- (پارہ:20، العنکبوت:16)

ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: د الله عبادت کوئ او د هغه نه اُويَريږئ،

دا د دوو خبرو نصيحت دے: (1):د الله پاک عِبَادت کوئ! (2):تقویٰ اختیار کړئ!

کاش چې زمونږ پۀ دې دوو خبرو باندې د عمل سعادت نصيب شي، چې * مونږ د الله پاک عبادت هم کوو * ډير ډير نـمونځونه هم کوو *که کيدے شي نو نفلي روژې هم اونيسو * تلاوت هم وکړو * دُرُودِ پاک هم ولولو * د ذِکرُ الله کثرت هم وکړو * او الله پاک دې زمونږ نصيب کړي چې تقویٰ هم اختيار کړو.

پۀ عَشرَۀ ذِي الحج کښې د عبادت فضيلت

 اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ډيره زر ذُو الـحِجَّةُ الـحرَام تشريف راوړو والا ده، دا د عبادت مياشت ده. د دې وړومبۍ لس شپې ډيرې د فضيلت والا دي. *حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: د الله پاک آخري نبي،